کور او ښار جوړولو وزارت؛ د تهیه مسکن استوګنیزه پروژه بیا پیل شوه.
د تهیه مسکن استوګنیزې پروژې چارې بیا پیل شوې، چې چارې یې بشپړیدو ته نږدې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د املاک او اسکان ریاست پرست دیپلوم انجنیر اکرامالدین، چې د تهیه مسکن پروژې مسؤول دی، د کار له پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ ډاډ ورکوي، وایي چې دغه پروژه له ۱۳۹۳ کال راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله نه وه بشپړه شوې، اوس د معیارونو سره سم د بشپړېدو په درحال کې ده.
هغه زیاته کړه چې د پروژې د معیاري تطبیق لپاره ټول لازم اقدامات شوي دي او تمه ده چې پروژه له ټاکل شوې مودې مخکې د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
دغه پروژه د تهیه مسکن په ساحه کې موقعیت لري او د استوګنې جوړولو په برخه کې یوه له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په دغه پروژه کې ۹۶ عصري ۱۲ پوړیزه اپارتمانونو جوړول شامل دي چې له اسانتیاوو سره سم سمبال شوي دي.
دا پروژه د هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو، د ژوند سطحې لوړولو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه پيل شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه د دې پروژې له چارو څارنه کوي، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.