slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، سږکال تمه ده چې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصلات تر لاسه شي.

د دې کرنې ریاست د کرنیزو چارو د آمریت د معلوماتو له مخې، د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکرېز، ژړۍ، پنجوايي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین ولسوالیو په ټولیز ډول نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونو لاندې ده.

چارواکي وايي، د ارغنداب او ارغستان انار د خپل ځانګړي خوند او کیفیت له امله په کورني او نړیوال بازار کې پراخه غوښتنه لري.

د کرنې ریاست مسؤلین زیاتوي، چې د تېر کال په پرتله د انارو د کرنې په سطحه کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو د حاصلاتو کیفیت لوړ شوی او د افتونو او ناروغیو اغېز پرې لږ دی.

دغه راز، د کرنې ریاست د بڼوالو د ملاتړ په موخه د څارنې دوامداره پروګرامونه عملي کړي دي. د یاد ریاست په وینا، بڼوالو ته د آفتونو د مخنیوي، د حاصلاتو د راټولولو، بسته بندۍ او بازار موندنې په برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.