slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت پر بنسټ، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو تر منځ د اوږدې مودې حقوقي شخړې د هوارۍ زمینه برابره کړه.

د یادو کورنیو تر منځ شته دښمني د سیمه‌ییزو قومي مخورو په منځګړیتوب او د محتسبینو د فعاله رول له امله په دوستۍ بدله شوه. په همدې موخه جوړه شوې ولسي ناسته کې دیني علماوو، قومي مشرانو او د پېښې ښکېلو غاړو ګډون کړی و، چې ټولو د شوې جوړې هرکلی وکړ او دا ګام یې د سولې او ثبات پر لور مهم بللی دی.

د ناستې ګډونوالو د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د یووالي او وروګلوي پیغام ورکړ او د خوست د محتسبینو هڅې یې وستایلې.

د معلوماتو له مخې، د خوست محتسبینو د روان کال په ترڅ کې د ورته شخړو او شخړو د حل په برخه کې ګڼې هڅې کړې، چې له امله یې څو لویې او وړې دښمنۍ له منځه تللي دي.