slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد، د یوناما د ماموریت په اړه ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی، څنګه چې تمه ترې کېږي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، یوناما په خپلو راپورونو کې حقایق نه وړاندې کوي او کوچني موضوعات لویوي، چې فعالیت یې نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ملګرو ملتونو لپاره هم زیانمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د روانې میلادي میاشتې په لسمه د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.