slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د هند د هوايي چلند وزیر د شنبې په ورځ، د جون په ۱۴مه، په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د ۷۸۷ الوتکو د پراخې څارنې امر هم کړی دی."

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳۴ یادو الوتکو څخه ګټه اخیستل کېږي. د هند د هوايي چلند وزیر وویل چې تر اوسه پورې اته الوتکې معاینه شوې او دا پروسه په بېړني ډول ترسره کیږي.

د هوايي چلند تنظیم کوونکي ایر انډیا ته امر کړی چې د بوینګ ۷۸۷ الوتکو د ساتنې نور معاینات ترسره کړي. د ایرانډیا الوتکه چې بوینګ ۷۸۷وه، له احمداباد څخه د بریټانیا ګیټوېک ته روانه وه، چې د پنجشنبې په ورځ له الوتنې څو شېبې وروسته ولوېده.

په الوتکه کې ۲۴۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي یوازې یو تن ترې ژوندی پاتې دی.