slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غوري سيمنټو کارخونې مسئولين وايي: په دې کارخونه کې د ورځې د سيمنټو د توليد کچه ۶۰۰ ټنو ته رسيږي.د يادې کارخونې مرستيال وايي، چې دغه کارخونه هره ورځ تر ۳۰ زره خلتو زيات سيمنټ بازار ته وړاندې کوي.بلخوا د غوري سيمنټو کارخونې کارکوونکي او انجنيران وايي، چې په درېو کاري وختونو کې د دې سيمنټو کارخونې په بيلابېلو برخو کې کار کوي.دغه کارخونه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکي لري او په ۲۴ ساعته ډول کار کوي.د غوري سيمنټو کارخونې مرستيال زياتوي، په دې کارخونه کې د سيمنټو د توليد د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به يې د توليد کچه له ۶۰۰ نه ۹۰۰ ټنو ته ورسېږي. د ده په خبره دوی يوه کڅوړه غوري سيمنټ پر خصوصي سکټور په ۲۵۰ افغانۍ پلوري.