slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


دا اقدام د هند او امریکا تر منځ روان کړکېچ نور هم زیاتولای شي.

ټرمپ د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې ویلي: “هند په زیاته اندازه روسي تېل پېري او بیا یې د زیاتې ګټې لپاره بېرته پلوري.”

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له روسیې څخه د تېلو د وارداتو له امله پر دغه هېواد د لویدیځو هېوادونو نېوکې بې‌ځایه او غیرې عادلانه بللې او ویلي یې دي، هغه هېوادونه چې پر هند نیوکې کوي، پخپله له روسیې سره پراخه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې هند به د نورو سترو اقتصادي هېوادونو په څېر د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.