د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یوې خبرپاڼې له مخې د آغوش ۵۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۱۲۰ تنه روږدي کسان له درملنې او مسلکي زدهکړو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د آغوش ۵۰۰۰ بستریز حمایې او درملنې مرکز څخه ۱۲۰ تنه روږدي کسان- چې مخکې د مرکز او ولایاتو له مختلفو سیمو څخه راټول شوي وو - له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته د معینیت د ټاکل شوې کمیټې لخوا رخصت او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
بل لوري ته د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یوه بل راپور له مخېې په اووه ولایتونو کې له ۶۰ تنو زیات روږدي کسان راټول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو له خوا د هېواد په اوو ولایتونو بغلان، پروان، زابل، سرپل، بلخ، هلمند او میدان وردګو کې ۶۵ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۳۰ تنه بغلان، ٢ تنه پروان، ٨ تنه زابل، ٨ تنه سرپل، ٨ تنه بلخ، ۸ تنه هلمند او ١ تن مېدان وردګو کې را ټول او د درملنې په موخه صحي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.