مولوي شهابالدین یاسر د لغمان د برېښنا ریاست نوی رئیس وټاکل شو
د اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په وړاندیز او د ریاستالوزرا د عالي مقام د حکم پر اساس، الحاج مولوي شهابالدین یاسر د لغمان ولایت د برېښنا ریاست نوی رئیس وټاکل شو.
همداراز، د یاد حکم له مخې مولوي عمر ګل د کنړ ولایت لپاره د برېښنا نوی رئیس ټاکل شوی دی.
د دوشنبې په ورځ، مولوي شهابالدین یاسر په رسمي ډول د خپلې دندې لپاره وپیژندل شو. د معرفي مراسم د ننګرهار ولایت د برېښنا رئیس مولوي محمد انور شاه، د لغمان ولایت مقام د دفتر رئیس قاري شکرالله کاوون، او د کارکوونکو د چارو رئیس په حضور کې ترسره شول.