slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات ولایت امنیې قومندانۍ وايي چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د وسله‌والو غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.

د هرات  امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د نهمې امنیتي حوزې د پولیسو له‌خوا ترسره شوي چې موخه یې د هغو کسانو نیول وو چې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې د خلکو موبایلونه او موټرونه غلا کول.

د نهمې امنیتي حوزې آمر مولوي عبدالباري زید وایي چې یادې ډلې وروستی ځل د رباط‌سنگي ولسوالۍ په یوه استوګنیز کور کې د غلا پر مهال د کور خاوند وژلی او له سیمې تښتېدلي وو. د هغه په وینا، نیول شویو کسانو له دغه کوره د پام وړ نغدې پیسې او قیمتي توکي هم له ځان سره وړي وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال د هرات ښار په دننه کې د څو کورونو او پلورنځیو د غلاوو اعتراف کړی دی. له دغې ډلې څخه اووه ډوله بېلابېلې وسلې، درې موټرسایکلونه او څو موبایلونه ترلاسه شوي دي او اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.

د نهمې امنیتي حوزې آمر وایي، د ښار د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت لپاره د پولیسو هڅې دوام لري او د خلکو د ارامتیا د تأمین لپاره به عملیات روان وي. د هرات د نهمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د پولیسو له‌خوا د دغې غلاګرې ډلې پر وخت نیول ستایي او وایي چې د امنیتي ځواکونو حضور د ښار د امن فضا لا پیاوړې کړې ده.