په کابل کې نوی خيرخواه مارکيټ د ميليونونو ډالرو په ارزښت پرانستل شو
د ا.ا.ا وياند ښاغلي مولوي ذبيح الله مجاهد پخپله ايکس ټولينيزه پاڼه ليکلي چې په کابل کې نوی خیرخواه مارکېټ د څه باندې ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د دولتي او خصوصي مشارکت له لارې جوړ شوی دی.
ښاغلي مجاهد زياته کړې چې دا د هېواد په سطحه یو له سترو او پرمختلليو تجارتي مراکزو څخه دی، چې د اسلامي امارت د راتګ څخه را وروسته يې د جوړيدو چارې پيل او دادی اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.