په نورستان کې د همشوز قومي شورا د دې ولایت د امنيه قومندان سره کتلي.
د وايګل ولسوالۍ اړوند همشوز قومي شورا د نورستان امنيه قومندان مولوي اختر محمد مزمل سره په کتنه کې له شته امنيته خوښي وښوده او زياته يې کړه؛ د اسلامي نظام په راتلو خوښ دي او په امنيت يې باوري دي چې سر او مال يې خوندي دي او يادونه يې وکړه چي د ډاډمن امنيت په خوندي کولو کې به برخه واخلي او اوږه په اوږه به د ډاډمن امنيت په ساتلو کې له اسلامي نظام سره مرسته وکړي
په پای کې د نورستان امنيه قوماندان ښاغلي مزمل د راغلو مشرانو نه مننه وکړه چې تل يې د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ کړې. ښاغلي مزمل ویلي چې پوليس د ټولنې خدمتګاران دي او شپه او ورځ به د ولس امنيت او چا ته به اجازه نه ورکوي چې د امنیت ګډوډ کړي.