slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د افغان او د پاکستاني پلاوو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ په قطر کې د یوه رسمي هوکړه‌لیک په لاسلیکولو پای ته ورسېد.

د مولوي مجاهد په وینا د دې هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د سولې، درناوي او ښه ګاونډیتابه په چوکاټ کې هر ډول شخړه د خبرو له لارې حل کوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، چې د تړون له مخې افغانستان او پاکستان به د یو بل پر وړاندې د دښمنۍ هېڅ اقدام نه کوي او نه به د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د بل هېواد پر ضد فعالیتونه کوي.

د هوکړې یوه بله مهمه برخه د دې تضمین کوي چې دواړه هېوادونه به د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او تاسیساتو بریدونه نه کوي. ټاکل شوې ده چې د منځګړو هېوادونو په همغږۍ یو ګډ میکانیزم جوړ شي، څو د ادعاوو د ارزونې او د هوکړې د پلي کېدو څارنه وکړي.

مولوي مجاهد د قطر او ترکیې له لوري د دې خبرو د اسانتیا او منځګړیتوب له هڅو مننه کړې ده او دغه ګام یې د سیمه‌ییز ثبات او همکارۍ په لور یو مهم پرمختګ بللی دی.