زابل کې د سترګو د ۲۰۷۱ ناروغانو وړيا درملنه او عملياتونه کېږي
زابل کې د يوې موسسې له لوري د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو د ۳۳۵ تنو د سترګو ناروغانو د وړيا درملنې لړۍ پيل شوه.دغه لړۍ چې پرون پيل شوه، تر راتلونکې يوې مياشتې به دوام وکړي. په دې موده کې به د سترګو ۲۰۷۱ ناروغان وکتل شي، چې له ډلې به يې ۳۳۵ کسانو ته د سترګو وړيا عملياتونه هم وشي.دغه ولايت کې د ((اوپيايچسيډي)) موسسې ولايتي مسئول سمېعالله دانش وايي ،چې دغه لړۍ به يوه مياشت دوام وکړي.نوموړي وويل: ((دې پروسه کې به ۲۰۷۱ هغه زابل مېشتي معاينه شي، چې د سترګو ناروغي ولري او له يادو کسانو څخه به ۳۳۵ ناروغانو ته د سترګو عمليات وشي، دا لړۍ موږ د افغاني سرې مياشتې ټولنې سره په ګډې همغږۍمخته وړو.))د زابل د خاکافغان ولسوالي اوسېدونکي ۷۸کلن وکيل خدای داد چې د سترګو کمليد څخه کړېږي، وايي، کلات ښار ته په دې هيله راغلي، چې د سترګو وړيا درملنه به يې وشي.د نوموړي په وينا، د بېوزلي له امله په شخصي لګښت د خپلو سترګو د درملنې توان نهلري. ((دا يوه سترګه مې ديد لري، دا بله يې نهلري، کابو پنځه شپږ سوه زره پور راباندې دي، خپله يې د درملنې توان نهلرم، آن د موټرد کرايې توان مې هم نهو.))د سترګو يوشمېر هغه ناروغان چې دې لړۍ کې يې درملنه شوې، وايي: د اقتصادي ستونزو له امله يې د سترګو د درملنې توان نهدرلود، خو په وينا يې، خوښ دی، چې درملنه يې وشوه.دوی وايی، خوښ دي چې له کلونو ناروغي وروسته يې اوس په وړيا توګه درملنه شوې.د زابل اوسېدونکي شېرمحمد وويل: ((زه د سيورې ولسوالي څخه راغلي يم، د سترګو مشکل مې درلود، اوس مې د سترګو عمليات وشول، د سترګو دردونه مې ورسره ښه شوي.))له دې وړاندې هم د هيواد په يوشمېر نورو ولايتونو کې د سترګو ناروغانو وړيا درملنه شوې ده. تېر کال هلمند کې د سترګو د څه باندې ۴۰۰۰ ناروغانو درملنه وشوه چې له ډلې يې د ۲۱۰ هغو يې د سترګو عمليات شوې دي.