د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دې وزارت له لوري د واخان د جغلي سړک د دویم فاز د رغولو چارې عملاً پيل شوې.
۱۷/۱۱/۱۴۴۶ هـ.ق مطابق ۲۵/۲/۱۴۰۴ هـ.ش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د دې وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دویم فاز چارې چې د افغان صداقت شرکت سره د رغولو قرارداد لاسلیک شوې و، عملاً يې چارې پيل شوې.
یاد سړک (۷۱) کیلومتره اوږدوالی، شاوخوا (۷) متره سور او د (۱۴۳) میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.
دا چې یادې سیمې ته پخوا هیڅ پاملرنه نهوه شوې او اوسیدونکي يې له ټولو اسانتیاوو څخه بېبرخې پاتې شوي وو، اسلامي امارت په دې سیمه کې د سړک جوړولو تکل وکړ، چې له نیکه مرغه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هلو ځلو د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسیدلې او ساختماني چارې يې په چټکۍ روانې دي.
د دغه سړک په بشپړیدو سره د هېوادوالو لپاره د تګ را تګ اسانتیاوې برابرې او په راتلونکي کې به د دغه سړک اساسي رغولو سره به د افغانستان او چين هيوادونو ترمنځ واخان په سوداګریزه لاره بدله او زمونږ د هيواد لپاره به اقتصادي ارزښت ولري.
د يادونې وړ ده، چې د واخان سړک د افغان تجربه لرونکو انجنيرانو له خوا ډیزاین شوې او تخنيکي چارې يې د يادو انجنيرانو له خوا پر مخ وړل کیږي. په دې پروژه کې به زياتو هيوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.