د کابل پوهنتون له بېلابېلو برخو ۲۱۰۰ محصلین فارغ شول.
د لوړو زدهکړو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل پوهنتون دوه زره او ۱۰۰ محصلین په ماسټري او دوکتورا کچه له بېلابېلو رشتو فارغ شوي دي. د فراغت په مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال، د کابل والي مرستیال، د پوهنتون مشرتابه، د یو شمېر پوهنتونونو او دیني مدارسو مسؤلین، استادان، فارغ شوي محصلین او د هغوی کورنۍ ګډون کړی و.