د ننګرهار د امنیه قومندان ملا محمد فرید عمر په هدایت د یونیفورم د عملي کېدو په موخه له ټولو ادارو څخه نظارتي لیدنه ترسره شوه
د کورنیو چارو وزارت د وروستي حکم پر بنسټ، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري منظور شوی، ټول نظامي منسوبین مکلف دي، چې د ټاکل شوي رسمي یونیفورم څخه استفاده وکړي.
په همدې موخه، د ننګرهار د امنیه قوماندان الحاج ملا محمد فرید عمر په هدایت، د اداري چارو مرستیال سمونوال محمد اسماعیل (حاجي عبدالله)، د ښوونې او روزنې مدیریت د پلان آمر قاري ضیاءالرحمن (حکیمي)، او د اداري معاونیت د دفتر آمر سمونمل حفیظالله (امرخېل) په ملتیا، د قوماندانۍ له ټولو آمریتونو،ادارو او شعباتو څخه نظارتي لیدنه ترسره شوه.
حاجي عبدالله د یاد لیدنې پر مهال د یونیفورم پر مکلف عملي تطبیق ټینګار وکړ، او ټولو منسوبینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دندې پر مهال دې له منظورهشوي رسمي یونیفورم څخه کار واخلي.
نوموړي یونیفورم د نظم، انسجام، انضباط، همغږۍ او ادارې د وقار نښه وبلله او ویې ویل:
یونیفورم یوازې یو لباس نه دی، بلکې د یو ملت، یو نظام او یوه عقیدوي ځواک د یووالي او ژمنتیا ښکاره نښه ده. موږ ټول مکلف یو، چې د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ د نظم او وقار بشپړ انځور وړاندې کړو.
د ننګرهار امنیه قومنداني ژمنه کوي، چې د نظم، قانونپالنې، او ملي خدمت په برخه کې به خپل مسؤلیتونه په اخلاص او قاطعیت ترسره کوي.
او د یونیفورم د نظارت دا لړۍ به په ټولو جزوتامونو، امنیتي حوزو او ولسوالیو ته هم وغځېږي. هېڅوک به له دغه امر څخه مستثنا نه وي.