slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د اسلامي مذاهبو ترمنځ د  همغږۍ په اړه په جوړ شوي کانفرانس کې ګډون کړی. یاد کانفرانس د سعودي هېواد په مکه مکرمه ښار کې جوړ شوی.


یاد کانفرانس، چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د اسلامي نړۍ  مشرانو او روحانیونو پکې ګډون درلود. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون جمعه رسنیو ته ويلي، چې ښاغلي شرعي هم په دې کانفرانس کې ګډون کړی دی. د اسلامي امارت عدلیې وزارت د ګډون په اړه داسې کوم څه تر اوسه نه دي ويلي.