slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د تېر کال په اوږدو کې هڅه کړې وه چې د مکسیکو په پلازمېنه کې د اسراییلو پر سفیره عینات کرانز نایګر برید ترسره کړي، خو دا پلان تر پلي کېدو مخکې افشا او شنډ شوی دی.

دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌دی غوښتلی نوم یې څرګند شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د یادې دسیسې تعقیبي فعالیتونه د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې دوام درلود، خو اوس مهال د برید هیڅ فعال ګواښ نه‌لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه: «اوس د دې برید خطر له منځه تللی، د پلان مسؤلان څارل شوي او هڅې یې شنډې شوې دي.»

د مکسیکو حکومت وروسته په رسمي اعلامیه کې څرګنده کړه چې د اسراییلو د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې له مخکې معلومات نه‌لرل، خو ویلي یې دي چې د خپلو بهرنیو مېلمنو د امنیت د خوندي ساتلو لپاره جدي تدابیر لري.

تر اوسه د ایران حکومت له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی څرګند شوی.

شنونکي وایي، دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د استخباراتي او سایبري جګړې کړکېچ زیات شوی او دواړه لوري یو بل د هدف ګرځولو په هڅو تورنوي.

که څه هم د برید هڅه شنډه شوې، خو د منځني ختیځ او امریکایي چارواکو په باور، د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړو دوام د سیمې او نړۍ امنیتي فضا لاپسې ترینګلې کړې ده.