slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت دخبر پاڼې له مخې د فراه ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو له خوا د یاد ولایت فراه رود، بکواه او پرچمن ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید درې کارخونې له ۵۵۰۰ کیلوګرامه اومانو، ۳۰۰ کیلوګرامه چینې، ۵۰ کیلوګرامه سودو، ۴۸۰ لیتره اکسل تیزابو، ۶۰ لیتره تیزابو او ډول نشه یي توکو او د پروسس موادو سره پشپړ تخریب او سوځول شوي دي.


د سرچینې په وینا ورته مهال روزګان ولایت کې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له خوا یوه کارخونه له ۱۸۰۰ کیلوګرامه اومانو، ۴۵۰ کیلوګرامه سودو او ۲۰۰ لیتره تیزابو سره  بشپړه تخریب او سوځول شوې ده.