slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


 

د کابل ښارولۍ  د مطبوعاتو دفتر په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي دي، چې د کابل ښار په بېلابېلو ښاري سیمو کې یې د مرسل ګلانو د کېنولو چارې پیل کړي دي. خبر پاڼه وايي، چې د کابل ښاروالۍ اړونده د کابل ښار د زرغونتیا ریاست له حضوري چمنه د «کارته نو تپې» تر سیمې د سړک منځ ګلدانونو کې د مرسل ګلانو د کېنولو چارې نن پیل کړي.

د کابل ښار زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین پټان وايي، چې دا سیمه اووه کیلو متره واټن لري، چې د مرسل ګلانو پینځه زره بوټي به پکې کېنول شي. خبر‌پاڼه  وړاندې وايي، چې د یاد شوي واټن د ګلدانونو د اوبو سېستم په بشپړ ډول ترتیب شوی، چې په پلان کې ده، د یوه مناسب مهال‌وېش له مخې پکې چمن هم وکرل شي.

د کابل ښار د زرغونتیا ریاست زیاتوي، چې دوی په پام کې لري؛ د کابل ښار په بېلابېلو پېژندل شویو سیمو کې به تر ۲۰۰زرو پورې د مرسلو ګلان په ګلدانونو کې کېنوي.

کابل ښاروالۍ وايي، چې د کابل ښار د لا زرغونتیا لپاره را روان پسرلی یو مناسب فرصت دی. د ښار زرغونتیا ریاست په کابل ښاریانو هم غږ کړی، چې له یاد ادرس سره دې د کابل ښار په لا زرغونتابه کې برخه واخلي.