مالیې وزارت وايي چې د دې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.
مالیې وزارت وايي؛ د دې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
د خبرپاڼې له مخې دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال وږي (سنبلې) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۲۳) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي، چي له دې ډلي څخه (۱۹) شکایتونو ته رسېدنه سوې، (۳) تر کار لاندي دي او (۱) شکایت د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه ګڼل سوی دئ.
له دې ډلي (۱۴) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۸) شکایتونه په حضوري بڼه او (۱) شکایت د برېښنالیک له لاري له دې آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.