slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

رجب طیب اردوغان د استانبول د بشري حقونو په کنفرانس کې ویلي، چې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه یوازې د امریکا پر ویټو رد شوې، چې ایا دا انصاف دی؟ هغه زیاته کړې: د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اصلاح شي. اردوغان د امریکا له‌خوا د امنیت شورا د پرېکړه لیک له ویټو وروسته، چې د غزې په تړانګه کې یې د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې وه؛ خپل غږ راپورته کوي. دې رایې واشنګټن په دیپلوماتیکه توګه په ۱۵ کسیزه شورا کې ګوښه کړ؛ دیارلس غړو د عربي متحده اماراتو له‌خوا د وړاندې شوي پرېکړه لیک په حق کې رای ورکړه. په داسې حال کې، چې بریتانیا ځان له رای ورکولو بې برخې او په اړه یې ممتنع رایه ورکړه. په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ شورا ته وویل: مونږ د دې پرېکړه لیک ملاتړ نه‌کوو؛ ځکه، چې د اوربند غوښتنه د راتلونکي جګړې د تخم کرل دي. امریکا او اسرائیل د اوربند مخالف دي او وايي، چې دا به یوازې حماس ته ګټه ورسوي. د فلسطین حماس ځواکونو د اسرائیلو د ظلم پر وړاندې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو وژونکی برید پیل کړ او اسرائیلو د حماس تر ځپلو پورې ورسره خپل عملیات غبرګ او روان وساتل.