د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر؛ ډېر ژر به په خوست ښار کې د روښنايۍ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبر دی، چې د خوست ښاروالۍ تېر کال د نورو رغنیزو پروژو تر څنګ د ښار د روښنايۍ پروژه پلان کړې وه، چې د دواخانو لین، ګوړې لین، د بې سرحده روغتون څخه تر سپین جومات، او همداراز د صرافانو له نوي مارکیټ څخه تر بابري ګل کلېنیک او د ناکامور څلورلارې پورې د پایو جوړول شامل وو.
یادې پایې د انجنیرانو په شتون کې له برېښنا سره د کتنې په موخه ونښلول شوې، او د نیمګړتیاوو له سمونې وروسته به یاده پروژه ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې وړم کال خوست ښاروالۍ د ښار په یو شمېر لویو سړکونو کې د روښنايۍ پروژې په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۰ پایې جوړې کړې، چې تر اوسه یې پایله ښه ده او ښاریانو یې هرکلی کړی دی.