ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې یوه عراده هایلکس موټر د بېاحتیاطۍ او زیات سرعت له امله د سړک غاړې ته روانې دوه ښځې ووهلې، چې له امله یې دواړو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسیدلي، د قربانیانو جسدونه یې کورنیو ته سپارلي، او د پېښې موټر چلوونکی یې نیولی دی.
یاده پېښه دا مهال تر څېړنو لاندې ده او موضوع به له قانوني ارزونو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.