لوګرکې د پینځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوې مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګرځايي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز پل علم ښار بابوس کلي کې د نجم المدارس په نوم د یوې دیني مدرسې د جوړېدو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یادې دیني مدرسې مهتمم مولوي احسان الله باختراطلاعاتي آژانس ته ویلي چې
یاده مدرسه د سیمې د خلکو په شخصي لګښت پر یو جریبه ځمکه د نږدې ۵ میلیونه
افغانیو په لګښت یو کال کې جوړېږي چې پکې د لسو درسي او اداري خونو جوړول
شامل دي او په بشپړېدو سره به یې ۳۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره
شي.
د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم په یاد ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې وې.