slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات  ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال د دې ولایت د انځرو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 د یاد ریاست د کرنې د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وایي، چې سږ کال به د ۶۲۰ هکټاره د انځرو له بڼونو څخه شاوخوا ۱۰ زره ټُنه د انځرو حاصلات ترلاسه شي.

په ورته مهال یو شمېر بزګران وایي،  په وروستیو کلونو کې یې د ژیړ انځر نال پیل کړی، چې دا ډول انځر د هرات له خاورې او اقلیم سره ښه توافق لري او حاصل یې د قناعت وړ دی.