د پکتیکا د ترافیکو مدیریت له خوا د مزاحمو او غیر قانوني څراغونو راټولولو لړۍ دوام لري.
د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت په تېرو دریو میاشتو کې له نظامي، ملکي موټرو او موټرسیکلونو څخه مجموعاً ۲۵۰ قلمه لیزري، مزاحم او نظامي څراغونه راټول او ضبط کړي دي.
یاد څراغونه د مرکز ښرنې او اړوندو ولسوالیو په مختلفو کمپاینونو او پلټنیزو عملیاتو کې د وسایطو له چلوونکو څخه اخېستل شوي، چې د ترافیکي اصولو او عامه نظم پر بنسټ د غیر قانوني کارونې له امله راټول شوي دي.
د ترافیکو مدیریت چارواکي وايي، چې د دې څراغونو کارول د شپې مهال د موټرو چلونکو لپاره جدي مزاحمتونه رامنځته کوي او د ټکرونو سبب ګرځي. همداراز، چلوونکو ته د زیانونو تشریح او د قانوني اصولو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
یاده لړۍ لا هم دوام لري، ترڅو د عامه نظم خوندیتوب، د ترافیکي مقرراتو پلي کېدل، او د خلکو د خوندي سفر تضمین یقیني شي. د پکتیکا د ترافیکو مدیریت له خلکو غواړي چې له قانوني څراغونو څخه استفاده وکړي او له مزاحمو څراغونو کارولو څخه ډډه وکړي.