slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خبرپاڼه کې راغلي دي  چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې  قاچاقي  افغانستان ته راوړي.

په نیول سویو توکو کي (۸۷۸۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۸۶۱) کیلو ګرامه انساني درمل، (۱۰۵۴) کیلو ګرامه لواشک، (۸۲۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۲۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۹۶۶) کیلو ګرامه مکروني، (۳۰۰) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۱۵۶) کیلو ګرامه د پیزا پنیر او (۱۵۴) کیلو ګرامه انرژي شاملي دي.

نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

د یاد وزارت  خبرپاڼه وايي چې د؛ چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.