د اړمنو سوالګرو لاسنيوی؛ د څه باندې ۳۰ کورنیو سره مرستې ترسره شوي
د میدان وردګ ولایت د پوليسو وياند محمد يوسف اسرار وايي، د ا.ق اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د (۳۲) هغو سوالګرو له کورنیو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې د یاد مدیریت له لوري د یوې سروې په لړ کې را ټول او مستحق ګڼل شوي و.
اسرار زياته کړې چې یادو سوالګرو ته یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې، پنځه لیتره غوړي، بوره، ګوګړ، مالګه، چای او صابون ورکړل شول.
بل لور ته بيا مرسته اخيستونکي د ولايتي مسؤلانو څخه خوښ دي؛خو د لا زياتو نورو اړينو مرستو غوښتنه کوي.