هرات ته د ترکیې ۹۲۲ ټنه بشري مرسته رسېدلې.
هرات ته د ترکیې له لوري ۹۲۲ ټنه بشري مرسته چې خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، رسېدلې ده. دغه مرسته د روزنک اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او سیمهییزو چارواکو په حضور کې ورسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن وویل، یاده مرسته به د شفافیت اصل ته په پام په ټول هېواد کې اړمنو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته ووېشل شي.
افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال په خپلو څرګندونو کې وویل چې دغه مرستې د طبیعي ناورینونو له امله اغېزمنو شویو خلکو ته استول شوې دي او د ده په وینا، ترکیه به د سختو شرایطو پر مهال د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.
په عین وخت کې، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړۍوال فدراسیون مرستیال احمد سلیمان د افغاني سرې میاشتې د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیوال فدراسیون به هم د یادې ټولنې له لارې خپلې مرستې دوامداره کړي.
د ترکیې سرقونسل په هرات کې سینان الهان هم د افغانستان لپاره د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.