سالنګ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ کشف شوې
د پروان امنیه قومندانۍ اړوند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د سالنګ ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همغږي د یادې ولسوالۍ «اولنګ سیمه» کې د یوه دقیق کشفي راپور پر بنسټ لس (۱۰) فیره د هاوان مرمۍ کشف او ضبط شوي دي.
یادې مرمۍ چې له پخوا څخه په سیمه کې پاتې وې، د ملکي وګړو لپاره احتمالي ګواښ ګڼل کېده، خو د امنیتي ځواکونو په وخت اقدام سره له خطر څخه خوندي شوې.
امنیتي ځواکونه د دې ولایت د امنیت د تامین په موخه خپلو کشفي او پلټنیزو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو پټ خطرونه له منځه یوسي او د خلکو د ارام ژوند فضا نوره هم پیاوړې شي.