slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر مسوولین وایي، د یاد ولایت په «بره‌کي‌برک» ولسوالۍ کې هغه کس نیول شوی چې خپله ښځه یې په چاقو وژلې وه. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، له نیول‌شوي کس څخه څېړنې پیل شوې، او د لومړنیو معلوماتو له مخې چې دغه کس خپله ښځه د چاقو په وسیله وژلې وه. 

مسوولینو دا پېښه تازه بللې، خو د لامل او په دې اړه یې نور معلومات نه دي شریک کړي. 

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې چې ډېری لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، رواني ستونزې او په نشه‌يي توکو روږدتیا بلل شوي دي.

په هېواد کې د دا ډول پېښو له امله وخت ناوخت لسګونه کسان نیول شوي هم دي چې پر ځینو د اسلامي امارت اړوندو ادارو له لوري د قصاص حکم هم پلی شوی دی. 

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بل‌وژنې ترڅنګ د ځان‌وژنې پېښې هم زیاتې شوې چې اصلي لاملونه یې رواني او اقتصادي ستونزې ښودل شوې دي.