slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا ولایت د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې، په بېلابېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نور نظامي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د راپور له مخې، د څمکنيو ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د بېلابېلو جنایي قضیو په تړاو څلور میله کلاشنکوف، دوه میله تومانچې، څلور عدد شاجورونه، ۱۹۰ فیره د کلاشنکوف مرمۍ او یو شمېر نور اړوند توکي ترلاسه شوي دي.

همداراز، د ډنډه پټان او اریوب ځاځیو ولسوالیو کې هم امنیتي ځواکونو د بیت المال دوه میله سمیټ تومانچې، یو میل کلاشنکوف، یو شاجور او ۳۰ فیره مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.

یاد وسلې او تجهیزات به د نورو پلټنو په موخه د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت له لوري د ډایاک معاونیت ته وسپارل شي.