پنجشېر چارواکي د دې سیمې د امنیت ډاډ ورکوي
په پنجشېر کې پر دنده موظف مسولین وايي، چې دوی په یاد ولایت کې پر خپلو دندو بوخت دي او دلته په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې هيڅ کومه ستونزه نشته. ورته مهال مسولین وایی چې په دې ولایت کې د خنج په ولسوالۍ کې دوه تنه تر واورې د لاندې کېدو له کبله په شهادت رسېدلي. دوی په دې خبر کې وړاندې پولیس راډیو ته وویل، چې ولسونه او مجاهدین هڅه کوي ترڅو شهیدان له واورو وباسي.