slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر امنیه قومنداني آمنیتي چارو مرستیال الحاج مولوي محمد هاشم اخندزاده د لوګر ولایت په مختلفو ملکي ریاستونو او ادارو کې د وزارت خانه‌ها کنډک آمنیتي ساتونکو د یونفورم په عملي کولو او غوره نظام او تنظیم د برابرولو په موخه لېدنه وکړه.

همداراز آمنیتي چارو مرستیال اخندزاده صاحب تېر ورځ له ښاروالې، آمر بالمعروف، عامې روغتیا ریاستونو ،د دوهمو واحدونو کنډک له قومندان او ځایي آمنیتي مجاهدینو ته یې د ښه نظام د تنظیم، په ملکي ریاستونو او ادارو کې یونفورم په عملي کولو باندې ټنګار وکړ او له مراجعو سره د ښه سلوک، دندې ته پر ژمنتیا، امانتدار، تقوا برخه کې یې هم ورته لازمې سپارښتنې او لارښونې وکړې.