ننګرهار کې ۲۴ زره ټابلیټ کا نشه يي ګولۍ کشف او نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو لخوا د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو او انتقال په تړاو درې تنه له ۲۴۰۰۰ عدده ټابلیټ کا نشه يي ګولیو سره لاس په لاس نیول شوي دي، چې تر څیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.