ګربز؛ له پاکستانه راغلي خوسا شوي سابه مو تر خاورو لاندې کړل.
د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز وايي؛ د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند، د غلام خان بندر نباتي قرنطین مدیریت د کار کوونکو له لوري په درېیو ټیلري موټرونو کې په زیاته اندازه خوسا شوې بنډۍ او بانجان، چې له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته راوړل کېدل، له دقیقي پلټنې، معاینې او چېک وروسته ضبط او په یو مناسب ځای کې تر خاورو لاندې شول.
سرچينه زياتوي چې د خوست ولایتي اداره له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله لري؛ ترڅو هېوادوال مو د صحي محصولاتو څخه ګټه واخلي.
#پولیس_راډیو