په خوست او ننګرهار کې د اورلګېدنو پېښو ته رسېدنه شوې
د خوست ولایت امنیې قومندانۍ وايي، چې د دې ولایت په مرکز اړونده شګۍ نومي کلي کې پر یوه کور د اورلګېدنې مخه یې نیولې ده. د مسولینو په وینا پېښه په یوه کور کې د یوه ماشوم د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې د کور څښتن ته تر پینځوسو زرو افغانیو مالي زیان اوښتی؛ خو د دې ولایت امنیه قومندانۍ وايي، چې په پېښه کې یې د پينځو میلیونو افغانیو احتمالي زیان مخه نیولې ده. ورته مهال د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ وايي؛ دجلالاباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د نارنج باغ د کولالانو کوڅې په یوه کور کې د برېښنا شارټۍ له امله اور لګېدلی و. د اوروژنې مدیریت منسوبینو سمدستي د پېښې ځای ته ځان رسولی اور یې په بشپړ ډول مهار کړی. خبرپاڼه وايي ؛ په دې پېښه کې یو ماشوم برسېرن ټپي شوی او د کور څښتن ته شاوخوا شل زره (۲۰٬۰۰۰) افغانیو مالي زیان اوښتی دی. د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې د اوروژنې ټیم یې د پینځه سوه زره افغانیو احتمالي زیان مخه نیولې ده.