slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له زلزله ځپلو سره د روسیې فیډرېشن له لوري د ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرستې لومړۍ جوپه له پېښو سره د افغانستان اسلامي امارت د مبارزې ملي ادارې  ریس ته تسلیم شوه.

د يادې مرستې ته د تسلیمۍ پر مهال دواړو لوریو د مرستو پر اهمیت، د افغان ولس د اړتیاوو پر درک، او د دوه اړخيزو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې رئیس د روسيې فدراسيون څخه په مننې دغه مرسته د افغان ولس لپاره، په تېره بیا د زلزله ځپلو کسانو د ستونزو په کمولو کې یو مهم ګام بللی دی.
نوموړي همدارنګه ژمنه کړې، چې دا مرستي به د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو ته په شفافه او عادلانه توګه ووېشل شي.
په ورته وخت کې د روسیې فدراسیون سفير ژمنه کړې، چې ۲۰ ټنه نور خوراکي توکي به هم په نږدې راتلونکي کې راواستول شي، چې هغه به هم د زلزله ځپلو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ووېشل شي.