مالیې وزارت؛ کاپیسا کې د مستوفیت کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې په کاپیسا ولایت کې د مستوفیت د عوایدو برخې کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پیل شو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روزنیز پروګرام به د ۲۳ ورځو لپاره دوام وکړي او په ترڅ کې به ګډونوال د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، محاسبوي اصولو او مالیاتي سیستمونو په اړه د مجربو استادانو له لوري عملي او تیوري زدهکړې تر لاسه کړي.
مسوولین وایي، د دې پروګرام په بشپړېدو سره به د کاپیسا د مستوفیت کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړه شي، د عوایدو راټولولو په بهیر کې به شفافیت زیات او کاري پروسې به معیاري شي.