امریکا تحریرالشام ډله د ترهګرو له تور لېسته وویستله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د سوریې د اسلامي ډلې «تحریر الشام» نوم د ترهګرو سازمانونو له تور نوملړ څخه اېستل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي: «دا اقدام د تحریر الشام تر انحلال وروسته او د نویو چارواکو له لوري د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ژمنو له مخې ترسره شو.»
مارکو روبیو زیاته کړې، چې د دې پرېکړې موخه د سوریې له نوي حکومت سره د اړیکو رغول، د ثبات تامین او د بندیزونو کمول دي.
نوموړي د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د «مثبتو اقداماتو» ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا کار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه لیدلوري برخه ده چې غوښتلیې سوریه باثباته، واحد او سوله ییز هېواد وګوري.
تحریر الشام ډله چې پخوا د القاعدې له څانګو ګڼل کېده، تېر کال د احمد الشرع په مشرۍ واک ترلاسه کړ.
الشرع وروسته د سوریې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد راتلونکی به ټولګډونه، ولسواکه او له نړۍوالو سره د همکارۍ پر اساس جوړوي.
په راپور کې راغلي، چې د امریکا دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې پر ضد د امریکا اقتصادي بندیزونه لغوه کړل.
ویل شوي، چې دا پروسه د سعودي عربستان په منځګړیتوب ترسره شوې او موخه یې د سوریې له نړۍوالې انزوا څخه رااېستل او د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې ملاتړ دی.
بلخوا، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بندیزونو لرې کول د یوې ناسمې تګلارې د سمولو لوری ښيي.
وزارت هیله ښودلې، چې پاتې بندیزونه هم ختم شي او یادونه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا هم د تحریر الشام او احمد الشرع نومونه له تور نوملړ څخه نه دي اېستلي.
سرچینو ویلي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع پلان لري چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.