هرات ګمرک کې د ۲۶۴ کیلو ګرامه قاچاقي ایراني زعفرانو د واردولو مخه ونیول شوه
د هرات ګمرک چارواکي وایي چې د دې ګمرک د ګدام او تشریح برخو کارکوونکو په یوې وارداتي محموله کې ۲۶۴ کیلو ګرامه ایراني زعفران کشف او ونیول، چې قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه توکي په غیرقانوني ډول افغانستان ته راولي.
یاد شوي زعفران په ډېر مهارت سره په یو یخچالي موټر کې ځای پر ځای شوي وو. قاچاق کوونکو پلان درلود، چې دغه زعفران د افغانستان د تولید په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
چارواکي زیاتوي چې نیول شوي زعفران او تورن کسان به د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
د هرات ګمرک مسؤولین ټینګار کوي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره یې کنټرولونه لا زیات کړي او له دې وروسته به هم د ورته قضیو پر وړاندې جدې اقدامات کوي.