راشد خان د زلزلې له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د کونړ او ځینو نورو سیمو د زلزلې د قربانیانو په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «په تاسف سره خبر شوم چې زلزلې د کونړ په ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. زه زیانمنو شویو کورنیو ته دعا کوم او له شتمنو او ټولو هېوادوالو غواړم چې په دې سخته ورځ کې د خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو لاس ونیسي. الله دې خپل رحم وکړي.»
د راشد خان دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې د هېواد د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي د درنو ځاني او مالي زیانونو سره مخ دي او د بیړنیو مرستو لپاره له خلکو او مرستندویو ادارو عاجله غوښتنه کوي.