کانګو کې د مسو کان ته غځېدلی پل نړېدلی چې له امله یې له څلوېښتو ډېر کسان پکې مړه دي.
د کانګو سیمهییزو چارواکو ویلي، چې ختیځو سیمو کې د مسو کان په یوه نیمهصنعتي کان کې د شنبې په ورځ د یوه پله نړېدو له امله شاوخوا ۴۹ تنه مړه شوي دي.
چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په پېښه کې ۴۹ تنه وژل شوي او د ۲۰ ټپيانو حالت ډېر نازک دی او روغتون ته انتقال شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د لوالابا ولایت د کالاندو په کاني سیمه کې شوې ده.
اټکل کېږي چې په کانګو کې له یو نیم تر دوو میلیونو پورې کسان په کوچني یا لاسي کانکېندنه بوخت دي او تر لسو میلیونو زیات کسان په غېرمستقیم ډول ترې ملاتړ ترلاسه کوي.
د یادې ادارې په وینا، پل هغه مهال ونړېد چې د کان د امنیت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شویو سرتېرو ډزې وکړې او هماغو ډزو د کارګرو ترمنځ وېره او ګډوډي رامنځته کړه.
اړوندې ادارې وایي: «کانکېندونکي د وېرې له امله یو پر بل راوغورځېدل چې له امله یې ګڼ ټپيان او مړه شول.»
د بشري حقونو د ساتنې ادارې غوښتنه کړې، چې د پوځ د رول په اړه دې یوه خپلواکه څېړنه وشي، ځکه د ځینو راپورونو له مخې د کارګرو او سرتېرو ترمنځ نښتې شوې وې.
په کانګو کې د لاسي کانکېندنې په بېنظمه ساحو کې د ډول ډول پېښو رامنځته کېدل عام دي او هر کال په دغو کانونو کې لسګونه کسان مړه کېږي. د مړینې علت د کافي تجهیزاتو او وسایلو نشتون دی.


