یمن کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدنه کې تر ۶۰ ډېر مړه او لسګونه لا هم لادرکه دي.
یوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۵۰ کډوال پهکې سپاره وو، د یکشنبې په ورځ د یمن جنوبي ولایت ابین له ساحل سره څېرمه د خراب موسم له امله ډوبه شوې ده. د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د ۶۸ کسانو مړي موندل شوي، ۱۲ تنه ژغورل شوي، او لسګونه نور لا هم بې درکه دي.
یاد سازمان وايي، ډېری قربانیان د ایتوپیا وګړي دي، او دا پېښه یې "یوه دردونکې فاجعه" بللې ده.
دې کډوالو هڅه کوله چې د یمن له لارې سعودي عربستان ته ځان ورسوي، خو د نامساعدو شرایطو له کبله یې کښتۍ سمندر ته ډوبه شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د ختیځې افریقا له بې وزلو هېوادونو ګڼ شمېر ځوانان د کار او ښه ژوند په هیله د خطرناکو لارو له لارې منځني ختیځ ته کډه کوي، خو ډېر یې پر لار له خطر سره مخ کېږي.
د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.