slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

یاده اداره وایي، چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱.۱ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳.۱ میلیون ډالر و، د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي میاشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۳۷.۲ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۵۳.۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجیکستان ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.