slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د۱۴۰۲ کال پلان د تطبیق او تحقق په پار د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست پلاوي، چې مشرې یې مولوي عبدالله کوې؛ کونړ ته دسفر په ترڅ کې د دې ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاالحق (حامد) سره ولیدل .

د پلاوي مشر مولوي صیب عبدالله وویل د سفر موخه یې د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارو د ۱۴۰۲ کال د اجراتو او فعالیتونو ارزول دي، چې د کار پای ګزارش به د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

د کونړامنیه قوماندان الحاج  مولوي ضیاالحق  حامد :  څارنه او ارزونه د چارو بهبود او پرمختګ لپاره مهمه یاده کړه او راغلي پلاوي ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.