slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

اسراییلو پر غزه د بشري مرستو لړۍ بنده کړې. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې په غزه کې شته خوراکي توکي مخ په کمېدو دي او ښايي چې په خلاصېدو سره یې غزه مېشتي له لوږې سره مخ شي.

 «اوچا »اندېښنه څرګنده کړې، پر غزه په داسې حال کې مرستې بندې شوې دي، چې دلته شته خوراکي مواده د ټولو غزه مېشتو لپاره بسنه نه کوي. ورته مهال غزه مېشتو هم رسنیو ته ویلي چې په غزه کې د خوراکي توکو؛ لکه اوړو او سبزیو نرخونه دوه چنده لوړ شوي.

دملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره اوچا وايي چې که دا بندیز دوام وکړي؛ نو د پر غزه به د ۸۰ ټولنیزو بخلنځیونو زېرمې خلاصې شي او دا رنګه به د ۶زرو کسانو لپاره د خوراکي توکو بکسې هم پای ته ورسېږي.

 د اسراییلو ولسمشر بن یمین نتنیاهو ویلي چې  حماس توکي غلا کړي دي او دوی ناورین ته د لمن وهلو لپاره مواد زخیره کوي؛ خو حماس وايي، چې د اسراییلو دولت په دې ډول غواړي ارزانه باج واخلي.