slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فاریاب او لغمان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي کولو په موخه درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې.

یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو، زورواکۍ او د پیسو د تبادلې له امله د خپلې خوښې خلاف واده ته اړ ایستل کېدلې، وروسته له هغې ژغورل شوې چې خپلې قضیې یې د یادو ولایتونو د امربالمعروف ریاستونو سره شریکې کړې. د دغو عارضو له ارزونې وروسته، اړوند محتسبینو قانوني او شرعي مداخله وکړه او د ښځو د خوښې خلاف نکاح ترسره کېدل یې ودرول.

د سیمې اوسېدونکي د دغې انساني او شرعي هڅې ملاتړ کوي او وایي چې د محتسبینو دا ډول ګامونه نه یوازې د مېرمنو د حقونو ساتنه کوي، بلکې په ټولنه کې د ناوړه او غیرشرعي دودونو د مخنیوي لپاره یوه مهمه وسیله ده.

د امربالمعروف وزارت چارواکي وایي، د مېرمنو د شرعي او انساني حقونو خوندیتوب یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دی. هغوی ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي تر څو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او که داسې هڅه وشي، قانوني چلند به ورسره وشي.

یاده پېښه یو ځل بیا دا څرګندوي چې د شرعي اصولو پر بنسټ د ښځو د عزت، خوښې او ارادې احترام یو بنسټیز اصل دی، او اړوند ادارې ژمنې دي چې دا اصل خوندي وساتي.